هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي
Mar 31, 2025 07:19 Asia/Kabul
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.
مولوي عبدالکبیر پرون د اختر لمانځه په مراسمو کې دا څرګندونې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي چې کوچنی اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ، یووالي او ثواب ځانګړې ورځ ده.
هغه د افغان ولس د سولې، سوکالۍ او اقتصادي پیاوړتیا د دوام هیله څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د سرپرست حکومت موخه دا ده چې افغانستان د تلپاتې ثبات او پرمختګ لور ته بوځي.
نوموړي دغه راز له ولس څخه هم غوښتي چې د اختر په مبارکو ورځو کې د غریبانو او اړمنو کورنیو پوښتنه وکړي، له هغوی سره مرسته وکړي او خپله خوښۍ ورسره شریکې کړي.
ټیګونه