افغانستان ته د پاکستان د سوداګرۍ کچه ۶۶ سلنه کمه شوې
د رسنیو په حواله، افغانستان ته د پاکستان ټرانزیټي سوداګري د روان مالي کال په لومړیو آتو میاشتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله ۶۶ سلنه کمه شوې ده.
د سرچینې له قوله، د افغانستان د ټرانزیټي سوداګري د تېر مالي کال د ورته مودې په پرتله ۱.۴۸۹ میلیارده ډالره کمه شوې.
سرچینې د دې کموالي اصلي دلیل د پاکستان له لوري د قاچاق ضد اقدامات او د وارداتو محدودیتونه ګڼلي دي خو دا په داسي حال کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندري لارو بیا بیا بندېدا او د پاکستان له لوري د ټرانزیټ او ګمرکي تعرفو لوړېدا هم اغېزې لرلي دي.
د یادونې وړ ده چې د تېرو مالي کلونو په لړ کې هم د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کچه د پام وړ کمه شوې وه.
په ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال کې د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ ټول ارزښت ۷.۰۹۵ میلیارد ډالره وه، خو په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې دا رقم ۵۹ سلنه کم شو، چې یوازې ۲.۸۸۷ میلیارد ډالرو ته راښکته شو.
همداراز له پاکستان څخه د افغانستان واردات ډېر کم شوي او اوس افغانستان تر ټولو ډېر واردات له ایران څخه کوي.