-
طالبانو نن په افغانستان کښې کوچنی اختر اعلان کړی
May 01, 2022 06:08زمونږ خبریال وايي په داسې حال کښې چې په اکثرو اسلامي هیوادونو کښې سبا کوچنی اختر اعلان شوی خو د طالبانو د حکومت سترې محکمې نن په افغانستان کښې کوچنی اختر اعلان کړی دی .
-
سید عمار حیکم په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو غندنه کړې
Apr 30, 2022 09:04د عراق د ملي حکمت د بهیر مشر په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په غندنې سره وویل: د افغانستان د خلګو د ځان او مال د خوندیتوب مسئولیت د دې هیواد د حکومت په غاړه ده.
-
میدان وردګ ولایت کې یو تن له اعصابو سره په اړیکه یو مصنوعي لاس جوړ کړی نور حال په راپور کښې لرو
Apr 27, 2022 05:44زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په میدان وردګ ولایت کې یو تن له ښوونځي څخه فارغ شوی کس چې محمد صابر نومیږي د انسان له عصبي سیسټم سره په اړیکه یو مصنوعي لاس جوړی کړی چې انسان هرڅه وغواړي په مصنوعي لاس یې سرته رسولی شي.
-
ایسسکو ملي کمیسیون د کابل ترهګره حمله وغندله
Apr 25, 2022 00:55ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د ښوونې او د روزنې وزارت په ادارې کښې د ایسسکو ملي کمیسیون د کابل د ترهګرې حملې او د افغانستان د مظلومو زده کونکو د شهادت د غندلو لپاره بیانیه خپره کړه .
-
طالبان د افغانستان د امنیت د ګډوډولو اجازه نه ورکوي
Apr 25, 2022 00:02زمونږ خبریال وايي د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر زوي او دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د خپل پلار د مړینې د نهمې(۹) کلیزې په مناسبت په کابل کښې په مراسمو کښې وویل دغه ډله اجازه نه ورکوي څوک له داخل او یا خارج څخه د افغانستان امنیت ګډوډ کړي .
-
افغانستان کښې باید د ترهګرو پیښو د تکرار مخه ونیول شي
Apr 24, 2022 23:34ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري په یوه(۱) پیغام کښې په افغانستان کښې د ترهګرو جنایت وغند .
-
میدان وردګ کې د عزیزي او اسلامي بانکونو له لورې له اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه نور جزیات په راپور کښې واورئ
Apr 24, 2022 11:39زمونږ خبریال وايي د افغانستان په میدان وردک ولایت کې د افغانستان اسلامي او عزیزي بانکونو له لورې ددې ولایت د بېلابېلو سیمو (۲۰۰) بې وزله کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
-
افغانستان کښې ترهګرې حملې او د پردې شاته عوامل څه هدفونه لري ؟
Apr 24, 2022 10:31افغانستان کښې ترهګرې حملې زیاتې شوي دي او د دغو حملو د پردې شاته عوامل څه هدفونه لري په دې هکله د سیمې د چارو کارپیژاند ډاکټر محمد اکبر وردک او د افغانستان د چارو کارپيژاند شیرزاد منګل خپل نظرونه په مرکښې څرګندوي .
-
ملګروملتونو د افغانستان د ښاریزو د امنیت د تضمین غوښتنه وکړه
Apr 24, 2022 09:45ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د بشري حقوقو ځانګړي راپورټر ریچارډ بنت په افغانستان کښې د ملکي وګړو پرضد د حملو له زیاتیدا سره په یووخت د طالبانو د حکومت لخوا د دغه هیواد د ښاریزو د حفاظت غوښتنه وکړه .
-
ایران د کابل د بم چاودنو د قربیانو خپلوانو ته مرستې رسولي نور حال په ویډیو کښې وګورئ
Apr 24, 2022 08:11ایران پریس خبري اژانس وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د ترهګرو بریدونو د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د ایران د اسلامي جمهوریت نغدې او خوراکي مرستې وشوې .