ایسسکو ملي کمیسیون د کابل ترهګره حمله وغندله
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د ښوونې او د روزنې وزارت په ادارې کښې د ایسسکو ملي کمیسیون د کابل د ترهګرې حملې او د افغانستان د مظلومو زده کونکو د شهادت د غندلو لپاره بیانیه خپره کړه .
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د سرزورۍ او د تکفیر استعماري او امریکايي بهیر په دنیا کښې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو لپاره دا ځل خپله ویره له علم ، پوهې ، تعلیم او تربیت څخه ډاریدا سره نندرې ته وړاندې کړه او د افغانستان د زده کونکو او زلمیو په وینو کښې لیت پیت کولو سره یې خپلې تر ټولو سترې بم چاودنې په ښوونځیو کښې وکړې کوم چې د راتلونکي د جوړولو په توګه د زلمیو او د جهالت په مقابل کښې د پوهې ستر مرکزونه بلل کیږي .
ایسسکو ملي کمیسیون په افغانستان کښې ترهګرې حملې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو او د سیمې د هیوادونو د شاته پاتې ساتلو او تفرقې رامینځته کولو او له افغانستان څخه د هزاره قوم د غړیو د کوچولو لپاره دسیسه ګڼي .