-
په کابل کې له حسیني عاشورا نمانځنه وشوه
Jul 06, 2025 14:04په کابل کې د محرم لسمه د حسیني عاشورا د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د چنګاښ په ۱۵) د خلکو په پراخ حضور سره ترسره شول.
-
ولې د پيغمبر لمسي حضرت امام حسین د یزید بن معاویه پر وړاندې پاڅون وکړ؟
Jul 06, 2025 13:34پارس ټوډې - د امام حسین علیه السلام پاڅون په داسې وخت کې رامنځته شو، چې اسلامي ټولنه له اموي کورنۍ څخه د معاویه د زوی یزید تر واکمنۍ لاندې، د تباهۍ په درشل کې وه او د خلکو په منځ کې الهي احکام او فضیلتونه د هېرېدو په حال کې وو. امام حسین علیه السلام په لوړو اهدافو سره، د عاشورا غورځنګ پیل کړ او په خپل شهادت سره یې د اسلام دین ژوندی وساته.
-
ننګرهارکې سیلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وارړولي دي
Jul 06, 2025 11:10د ننګرهار اطلاعاتوا و کلتور ریاست په هغه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استولې د دې ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې چمتووالي ادارې د چارواکوله قوله لیکلي چې د تیرې شپې اورښت او راوتلو سیلابونو د دې ولایت په لعلپورې، شینوارو، مومندرې، بټي کوټ، ګوشتې او ښیوې ولسوالیو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وراړولي دي.
-
د غزني ولایت سلطان اوبو بند د بیا رغونې چارې پیل شوې
Jul 06, 2025 10:49چارواکي وایي، د دې پروژې په بشپړیدو سره به د دې ولایت په کرنیز سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شي. د غزني ولایت سلطان اوبو بند په دې ولایت کې د اوبو د زیرموله پلوه تر ټولو او مهم بند بلل کېږي.
-
پاکستان خپلو پولیسو ته ویلي چې د افغان کډوالو له ځورونې ډډه وکړي
Jul 05, 2025 11:19د پاکستان حکومت د کورنیو چارو وزارت په ګډومن خپلو ټولو قانون پلي کوونکو ادارو ته امر کړی چې د هغو افغان کډوالو له نیولو او ځورونې ډډه وکړي، چې د «پی.او.آر» کارتونه لري.
-
د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقله موضوع ده
Jul 05, 2025 10:52د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی او ویلي چې دا یوه مستقله موضوع ده او دواړو هېوادونو پورې اړه لري.
-
روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژانده
Jul 04, 2025 02:53د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
-
افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، روغتونونه ځای نه لري
Jul 04, 2025 02:48د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان و ايي، افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، خو د هېواد روغتونونه د هغوی د منلو وړتیا نه لري.
-
په کابل کې د ایران سفیر: تهران او کابل نه بېلېدونکي اړیکې لري
Jul 03, 2025 11:28په کابل کې د ایران سفارت نن سهار اعلان وکړ چې د دې سفارت سرپرست علي رضا بیلکدلي له ایرانه راستانه شویو افغان کډوالو سره لیدنه کړې ده.
-
د ښځو په سرپرستۍ دوه پر درېیمه برخه کورنۍ د خوراکي توکو د اخیستو توان نه لري
Jul 03, 2025 10:41د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې له هرو درېیو کورنیو څخه، چې سرپرستي یې ښځې کوي، دوه کورنۍ د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستو توان نه لري.