-
که چیرې د اوبو مسله حل نشوه نو د هند او د پاکستان اوربند له ګواښ سره مخ کیږي
May 13, 2025 12:22زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل که چیرې د هندوستان او د پاکستان ترمینځ په راتلونکو خبرو کښې د اوبو مسله حل نشي نو اوسنی اوربند به له ګواښ سره مخامخ شي.
-
د هندوستان لخوا د اوبو د تړون په هکله د پاکستان دریځ په خپل ځای دی
May 12, 2025 04:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د پوځ ویاند جنرال«احمد شریف چوهدري» له هندوستان سره د اوربند موافقې ته د پاکستان د ځواکونو د ژمن پاتې کیدا په اعلان سره وویل د اوبو د ګډ تړون په ځنډولو کښې د هندوستان پرضد زمونږ دریځ په خپل ځاي شته او اسلام اباد د هندوستان لخوا د اوبو هر ډول بندول د جنګ په معنا ګڼي.
-
هند او پاکستان يو بل له اوربنده په "سرغړونو" تورنوي
May 11, 2025 05:07زمونږ خبریال راپور راکړی هند او پاکستان یو پر بل تورونه لګولي چې د اوربند له اعلان څو ساعته وروسته يې ترې سرغړونې کړې دي.
-
پاکستان له هندوستان سره په دقیق ډول اوربند اجرا کوي
May 11, 2025 03:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د اوربند د خلاف ورزۍ په هکله د هندوستان دریځ ته په غبرګون کښې د نوي ډيلي ځواکونه په کارړنګونې تورن کړل او ویې ویل اسلام اباد د اوربند دقیق اجرا کولو ته ژمن دی او په سیمه کښې دیره ځواکونه باید زغم وښيي.
-
پاکستان د هندوستان پینځویشت بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړې
May 08, 2025 13:58زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر ايي ایس پي ار ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل چې د دغه هیواد پوځ د هندوستان پینځویشت بې پایلوټه الوتکې چې د اسرائیلو جوړې دي او له تیرې شپې راهسې پاکستان ته استول شوي وې نسکورې کړي دي.
-
د هند بې پایلوټه الوتکې د پاکستان څلور نور پوځيان ژوبل کړل
May 08, 2025 12:12زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر «ايي ایس پي ار» ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وویل چې د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته نږدې د هندوستان د بې پایلوټه الوتکې په برید کښې څلور پوځيان ژوبل شوي او مهماتو ته یې جزوي تاوان هم رسولی.
-
د هندوستان هیواد ډیرې صوبې د پاکستان حملې ته چمتو دي
May 08, 2025 11:50زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په ځینو سیمو باندې له حملو وروسته د هندوستان حکومت د خپل هیواد د لویدیځ او د ختیځ له ډیرو حساسو صوبو څخه غوښتي دي چې د پاکستان حملې ته تیار ووسي.
-
د پاکستان دفاع وزیر له هند سره د جګړې د پراخېدو په باب خبرداری ورکړ
May 08, 2025 05:48د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړ، که هندوستان د جګړې په پراخولو ټینګار وکړي، نو د دواړو هېوادونو ترمینځ د اټومي مخامخ کېدو احتمال به زیات شي او مسئولیت به ئې پر هند وي.
-
هیله ده هند او پاکستان په زغم سره د سیمې تاؤتریخوالی کم کړي
May 08, 2025 05:42د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي په اړه وویل، هیله ده دواړه هېوادونه د زغم له لارې د سیمې تاؤتریخوالی او ترینګلتیاوې کمې کړي.
-
د کشمیر په برید کښې له افغانستان څخه وړل شوي وسلې استعمال شوي
May 04, 2025 06:22زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان حکومت ادعا وکړه چې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې په حملې کښې له افغانستان څخه راوړل شوي د امریکا جوړې وسلې کارول شوي.