-
له ایرانه هره ورځ۱۲۰۰ افغانان هیواد ته ستنیږي
Aug 31, 2023 01:09تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو وزارت وویل هره ورځ په متوسط ډول د افغانستان دولس سوه پناه غواړي له ایران څخه خپل هیواد ته ستنیږي.
-
ایران کښې د افغانستان له پناه غواړو د نړیوال ملاتړ لپاره د تهران غوښتنه:-
Aug 29, 2023 10:34د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او په تهران کښې د ملګروملتونو غږملونکي د افغانستان له پناه غواړو څخه د نړیوالو ملاتړونو په هکله خبرې وکړې.
-
د نړیوالې ټولنې غفلت اروپا ته د افغان مهاجرینو د ورتلو سبب ګرځي
Aug 23, 2023 01:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مشر«عبدالله مبیني» وویل په ایران کښې د افغانستان د مهاجرینو په موضوع کښې د نړیوالې ټولنې غفلت به د نورو هیوادونو په تاوان وي.
-
په ترکیه کې د سوریې د کډوالو رسمي احصایې اعلان
Aug 14, 2023 11:54د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه په دغه هېواد کې د سوري کډوالو شمېر تر درې میلیونو زیات وښود.
-
پاکستان کښې د افغان کډوالو بد حالت
Aug 08, 2023 04:08د کډوالو د حقوقو د برخې فعالانو، په پاکستان کښې د افغان کډوالو د کور په کور لټون او د هغوي له نیولو څخه اندیښنه څرګنده کړې ده.
-
پاکستان کې د افغانانو ځورونه زیاته شوې
Aug 07, 2023 08:08په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې یو وار بیا د پولیسو له لوري د دوی ځورول زیات شوي دي.
-
پاکستان د افغانستان سلګونو کډوال ایستلي دي
Aug 03, 2023 01:41شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان سرچینو وویل پاکستان همدا اوس د افغانستان پینځه سوه دیرش ښاریز له هیواده ویستلي دي.
-
کاناډا د ۳۰۹ نورو افغان پناه غوښتونکو د لېږد خبر ورکړی
Jul 14, 2023 04:10د کاناډا د کډوالو چاور وزارت وبايلي، چې څه باندې درې سوه نور افغان پناه غوښتونکي يې تازه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.
-
د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کښې ۲ افغان کډوال مړه شوي دي
Jul 01, 2023 04:04دوه تنه افغان پناه غواړي چې له پوله ایز دیواله په اوړیدو سره یې د ترکیې خاورې ته د رسیدو هڅه کوله، د دغه هیواد د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله ووژل شول.
-
جرمني د افغانانو د بیولو کار دوباره پیلوي
Jun 25, 2023 02:22د جرمني خبري سرچینو وویل چې دغه هیواد به په افغانستان کښې د جرمني لپاره د ځايي کارکوونکو او له خطر سره د مخامخ کسانو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر، د جون له ۲۶ نیټې څخه دوباره پیل کړي.