له ایرانه هره ورځ۱۲۰۰ افغانان هیواد ته ستنیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137816-له_ایرانه_هره_ورځ۱۲۰۰_افغانان_هیواد_ته_ستنیږي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو وزارت وویل هره ورځ په متوسط ډول د افغانستان دولس سوه پناه غواړي له ایران څخه خپل هیواد ته ستنیږي.
(last modified 2023-08-30T23:29:13+00:00 )
Aug 31, 2023 01:09 Asia/Kabul
  • له ایرانه هره ورځ۱۲۰۰ افغانان هیواد ته ستنیږي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو وزارت وویل هره ورځ په متوسط ډول د افغانستان دولس سوه پناه غواړي له ایران څخه خپل هیواد ته ستنیږي.

په افغانستان کښې څه د پاسه څلویښت کاله جنګونه او نیواکګرۍ د هیواد د میلیونونو ښاریزو د مهاجرت  سبب شوي دي.

د کلتوري او د ګاونډیتوب د ګډولو په دلیل د افغانستان څه د پاسه نیمايي مهاجرین په ایران او پاکستان کښې ژوند کوي.

د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلویښتو کلونو کښې په بیلابیلو زمینو کښې د افغانستان د کډوالو ښه ډول کوربه توب او میلمستیا کړي ده.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو  وزارت پرون په یوې  خبر پاڼه کښې وویل له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا بهیر هماغه راز دوام لري.

په همدې زمینه کښې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت اداري مرستیال نور جلال جلالي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له غړیو او د روغتیا وزارت له استازي او د اسلامي شورا له یوشمیر استازیو سره په کتنه کښې د افغانستان د کډوالو د کوربه توب کولو په خاطر د ایران د اسلامي جموریت قدرونه وکړه.