-
د امام خمینی د نړیوالې جایزې مخ کتنه وشوه
Feb 21, 2024 03:10د ایران د اسلامی جمهوریت دکلتور او اسلامی ارشاد د وزیر،د ایران دولسمشر د پارلیماني مرستیال او دیوشمیر دیني مشرانو په شتون سره په یولړ دستورو کې د حضرت امام خمیني دنړیوالې جایزې مخ کتنه وشوه.
-
د قطر به دوحې کې د افغانستان په باب نړیواله غونډه او د طالبانو پکې نه ګډون
Feb 20, 2024 10:37د قطر پلازمینه دوحه له یکشنبې ورځې راهسې تر دوو ورځو پورې د ملګروملتو په مشرۍ او لارښونې سره د افغانستان په باب ددوهمې ناستې کوربه ؤ.
-
د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په هکله د ګروسي د بې ځایه ادعاو بیا تکرارېدا
Feb 20, 2024 09:55د ایټمي انرژیو د نړیوالې اژانس سرمنشي رافائیل ګروسي بیا ځلې د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په هکله د سیاسي ادعاو په تکرارولو سره، وویل چي د پلټنو په اړه د ستونزو د هوارولو لپاره ایران ته د سفر اراده لري.
-
امنیت شورا د افغانستان په هکله پرېکړه کوي
Feb 20, 2024 09:49له هغه وروسته چي د طالبانو د نه ګډون په خاطر د دوحې غونډه له کومې پایلې پرته پای ته ورسېده، د ملګرو ملتونو سرمنشي اعلان وکړ چي د دې غونډې راپور د امنیت شورا ته وړاندې کیږي څو د افغانستان په هکله پرېکړه وشي.
-
صهیونیستان دې د اسیرانو د خوشي کېدو بیه ورکړي/ نتانیاهو د هوکړې اراده نه لري
Feb 20, 2024 08:11په غزې کې د حماس د غورځنګ د مشر مرستیال ویلي چي د صهیونیستي اسیرانو خوشي کېدا لګښت لري او نیواکګر رژیم باید د خپلو اسیرانو د خوشي کېدو بیې پرې کړي.
-
پاکستان له ګوادر څخه ایران ته د پایپ لاین جوړوي
Feb 20, 2024 07:57اسلام آباد د پاکستان او ایران تر مینځ د پایپ لاین د پروژې د بشپړه کېدو په موخه د ایران تر سرحد پورې ۸۱ کیلومټره پایپ لاین جوړوي.
-
په سمنګانو ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 20, 2024 02:33د افغانستان د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې سیمه ایزې سرچینې د یو ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
-
په کندهار کې د انځور او ویډیو پر اخیستو بندیز لګېدلی
Feb 20, 2024 02:26د کندهار د والي ویاند ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشیرین آخند د کندهار ملکي او پوځي ادارو ته یو مکتوب لېږلی، چې له مخې یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له انځور او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وشي. هغه ویلي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نهدی.
-
په بلخ کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۰۸ کسان وژل شوي
Feb 20, 2024 01:17د افغانستان په بلخ ولایت کې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې مهاله، ۱۰۸ کسانو په ټرافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
-
د نړۍ په میلیونوخلکو بیا د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړکې مظاهرې وکړې
Feb 18, 2024 12:36د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې په لکونو خلکو په مظاهرو سره په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو د نسل وژنې ددریدا غوښتته وکړه