په بلخ کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۰۸ کسان وژل شوي
د افغانستان په بلخ ولایت کې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې مهاله، ۱۰۸ کسانو په ټرافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت د ټرافیکو مدیریت چارواکي وایي، د روان کال په تېرو لس میاشتو کې د مزار – شبرغان، مزار – سمنګان لویو لارو په اوږدو کې په دغه موده کې ۱۲۲ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي، چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۱۰۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ تنه نور ټپیان دي.
د بلخ ولایت د ټرافیکو مدیر عبدالقیوم مبارز وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو کچه څو برابره لوړه شوې، چې د زیاتوالي لامل یې د ټرافیکي قوانینو نه مراعت کول، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د لویو لارو د سړکونو کوچینوالی دی.
له بل پلوه د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ټرافیکي پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي او له موټر چلوونکو څخه غواړي، چې ټرافیکي قوانین او د لارې اصول دې په پام کې ونیسي، تر څو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ نه شي.
ګړندی تګ، ټرافیکي اصولو په اړه نه پوهاوی، د سړکونو کوچنیوالی او پر لویو لارو د ټرافیکي نښو نه موجودیت هغه څه دي، چې له کبله یې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي او په پایله کې ګڼ شمېر افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.