-
ټرور د ایران د ولس په یووالي، امنیت او سټراټیجۍ کښې هیڅ خلل نه شي اچولې
Jan 04, 2024 02:22ولسمشر رئیسي: ایران د ولس دښمنان فکر کوي چې د ټرور په اوزار سره کوې شي چې خپل ناروا موخو ته ورسیږي خو د ایران ولس ثابته کړې ده چې دا جنایتونه د هغوي په پیوستون، امنیت او سټراټیجۍ کښې هیڅ خلل نه شي رامینځته کولې.
-
د افغانستان پلاوي په اسلام آباد کښې له پاکستاني چارواکو سره وکتل
Jan 04, 2024 02:17د طالبانو ذبیح الله مجاهد وايي، په اسلام اباد کې له پاکستان سره د دوی د حکومت د همغږۍ د ګډې کمېټې شپږمه غونډه ترسره شوه.
-
ځینو افغانستاني سیاستوالانو هم د کرمان پرونیو چاودنو ته غبرګون ښودلی
Jan 04, 2024 01:26د ایران په کرمان ښار کې د دغه هېواد د سپاه پاسداران ځواک د مشهور قومندان سردار شهیدا قاسم سلېماني د څلورمې تلین غونډې پر مراسمو خونړیو چاودنو ته یو شمېر افغان سیاسي څېرو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
-
په افغانستان کې د خبریالانو لپاره هیڅ ډول خطره نشته
Jan 03, 2024 01:37د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي د خبریالانو لپاره د افغانستان د خطرناک کیدا په باب د بې پولې رپورټرو(آر ایس ایف) هغه راپور چې وئيلي ئې دي ، افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک هیواد دی ، په زغرده رد کړ.
-
پاکستان ته د ترهه ګرو د نفوذ سرچینه افغانستان
Jan 02, 2024 12:08د پاکستان حکومت ددې خبرې په کولو سره چې په تیر میلادي کال کې دترهه ګرو ډلو ټپلو په ضد څه دپاسه ۱۸زره اطلاعاتي عملیات ترسره شوي ،ددغه هیواد د زیاتره امنیتی ګواښونو سر چینه د افغانستان خاوره اعلان کړه.
-
ایران تل د یمن د خلکو له ارادې او غوښتنې ملاتړ کوي
Jan 02, 2024 09:51د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مذاکراتي ټیم له مشر«محمد عبدالسلام» سره په کتنه کې ټینګار وکړ: ایران تل د یمن د ولس له غوښتنې او ارادې ملاتړ کوي.
-
له افغانستان څخه پاکستان ته د ناقانونه توکو واردول زموږ د هېواد اقتصاد زیانمن کړی
Jan 02, 2024 12:10د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انورالحق کاکړ ویلي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د قاچاقي او ناقانونه توکو واردول د دغه هېواد اقتصاد زیانمن کړی دی.
-
عراق او افغانستان ته د ایران په ریالو صادرات پیل شول
Jan 02, 2024 10:18د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک عمومي مشر په راکړو ورکړو کې عراق او افغانستان ته د ایران په ریالو د صادراتو د پیل خبر ورکړ.
-
له افغانستانه په شوي برید کښې یو پاکستاني پوځي مړ شوی
Jan 01, 2024 12:10د پاکستان پوځ وویل چې د دې هیواد په یوې سرحدې پوسټې د افغانستان له خاورې په شوې ترهګره حمله کښې، یو پوځي وژل شوی دی.
-
د جمعیتِ علمای پاکستان په مشر قاتلانه حمله شوې
Jan 01, 2024 11:58په پاکستان کښې د جمعیتِ علمای اسلام ګوند ویلي چې د دغه ګوند مشر «مولانا فضل الرحمان» په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د نامعلومو کسانو له حملې روغ وتلی دی.