-
ایران د پاکستان د تروریزم ضد پولیسو په مرکز باندې د برید غندنه کړې
Apr 25, 2023 10:17په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د پاکستان په سوات ښار کې د تروریزم ضد پولیسو په مرکز باندې د ترهګریز برید غندنه کړې او د دې پېښې له قربانیانو سره غمشریکي ښودلې ده.
-
د ایران دفاع وزیر مسکو ته لاړ
Apr 25, 2023 10:11د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر د سوریې او ترکیې تر مینځ د اړیکو د رغولو په څلور اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.
-
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی د امریکا د یواړخیزو اقداماتو غندنه کړې
Apr 25, 2023 10:10په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی له برجام نړیوالې ایټمې موافقې څخه د امریکا یو اړخیز وتل، د ایران په ضد د غیرقانوني بندیزونو لګول او د بندیزونو د رعایتولو لپاره په نورو هیوادونو باندې فشار او د نړیوالې محکمې له فیصلې سره مخالفت د امریکې د یواړخیزو او قهرجنو اقداماتو بیلګې وبللې.
-
هندوستان ته د چین د دفاع وزیر سفر
Apr 25, 2023 10:04د چین دفاع وزیر د نوی ډهلی او بیجینګ تر مینځ د سرحدي لانجو سربېره، د شانګهای د غړو هیوادونو تر مینځ د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته تللی دی.
-
یهودي ښارګی میشتو د حضرت ابراهیم په حرم باندې یرغل کړي
Apr 25, 2023 09:59یهودي ښارګی میشتو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د حضرت ابراهیم علیه السلام په حرم باندې په یرغل سره، د حرم په دیوالو باندې د صهیونیستانو بیرغونه زړولي دي.
-
په امریکې او کاناډا کې د افغان کډوالو لالهاندي
Apr 25, 2023 09:57په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته، هغه افغان کډوال چي امریکې او کاناډا ته بېول شوي دي لاهم لالهانده دي او د موقتې ویزې په ختمېدو سره، بې برخلیکه پاته شوي دي.
-
سوډان کې د بند پاتې افغانانو د ایستلو هڅې روانې دي
Apr 25, 2023 09:56د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په سوډان کې د ۱۲۰ افغانانو د بند پاته کېدو خبر ورکړی دی.
-
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې له کرزي سره ولیدل
Apr 25, 2023 09:52په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې رزا اوتونبایوا د افغانستان له مخکنی ولسمشر حامد کرزي سره په ملاقات کې د ښځو د حقوقو په هکله خبرې وکړې.
-
د اروپايي ټولنې او انګلستان پر ځينو اشخاصو او بنسټونو د ايران بنديزونه
Apr 25, 2023 01:45د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي جمهوریت په خلاف د وروستیو بندیزونو په غبرګون کې، د اروپایي ټولنې او انګلستان پر ځینو شخصیتونو او بنسټونو بندیزونه ولګول.
-
د شهیدانو وینه به نه ضایع کېږي
Apr 25, 2023 03:25د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په اریحا کې د فلسطیني ځوان د شهادت په غبرګون کې ویلي چې د شهیدانو وینه به ضایع نشي.