د شهیدانو وینه به نه ضایع کېږي
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په اریحا کې د فلسطیني ځوان د شهادت په غبرګون کې ویلي چې د شهیدانو وینه به ضایع نشي.
د دوشنبې په سهار د لوېدیځې غاړې په اریحا کې د «عقبه جبر» پر کمپ د نیواکګرو عسکرو د برید په ترڅ کې ځوان فلسطیني «سلیمان عیش» په ډزو سره په شهادت ورساوه او جسد یې هم له ځان سره یووړ.
د العهد خبري سایټ د راپور له مخې، په اریحا کې د صهیونیستیانو په لاس د یوه فلسطیني ځوان له شهادت وروسته، د حماس غورځنګ په یوې بیانیې کې د غاصب رژیم تر نسکورېدا او له شهیدانو سره د فلسطین د ملت پر بیعت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د عقبه جبر پر کمپ باندې د صهیونیستیانو پرلپسې بریدونه به د دغه رژیم او د هغه د ښارګوټه مېشتو د جنایتونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د ملت او د مقاومت د زړورو ځواکونو هوډ مات نه کړي.
حماس په دغه بیانیه کې ویلي چې د کډوالو پنډغالی چې د نیواکګر رژیم د پرلپسې جنایتونو شاهد دی د تل په شان به د انقلاب د تمرکز مرکز وی او څرګنده یې کړه چې د فلسطین خلک او انقلابي ځوانان به د اسرائیلو د وحشیانه نیواک تر پایته رسولو پورې له سپېڅلي ځایونو، د قدس، الاقصی جومات او شهیدانو سره ژمن پاتې وي.