-
د بشري حقوقو په شورا کې د امریکا په حضور نیوکې
Sep 02, 2023 12:23په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ایران سفیر د بشري حقوقو په شورا کې د امریکا په حضور باندې سختې نیوکې وکړې.
-
د ترکیې د عدالت او توسعې له ګوند سره د ایران د سفیر خبرې اترې
Sep 02, 2023 11:04په ترکیې کې د ایران سفیر د دې هیواد د عدالت او توسعې د ګوند له مرستیال سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې.
-
په لوېدیځه اسیا کې سوداګریزې اړیکې په بدلېدو دي
Sep 02, 2023 10:44د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال د هیواد ټرانسپورټې لارې مهمې وبللې او وویل: د ایران د شلمچې او د عراق د بصرې تر مینځ د رېل ګاډې په فعاله کېدو سره، په لوېدیځه اسیا کې په سوداګریزو اړیکو کې بدلون رامینځ ته کیږي.
-
ایران د کتاب لوستنې شبکې په برخه کې د نړۍ په ۱۴ مخکښو هېوادونو کې دی
Sep 02, 2023 04:14د ایران د عامه کتابتونونو د ټولنې عمومي منشي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د کتاب لوستنې شبکې په برخه کې د نړۍ په څوارلسو مخکښو هېوادونو کې یو او په آسیا کې لومړی هېواد دی.
-
د پاکستان لومړی وزیر له ایران سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ
Sep 02, 2023 02:37د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان لومړی وزیر انوارالحق کاکړ په اسلام آباد کې د ایران له سفیر رضا امیري مقدم سره په کتنې کې، د ایران د دیارلسم دولت د لومړی ګاونډیو د سیاست په ستاینې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت دغه سیاست په بشپړه توګه د پاکستان له سیمه ایزو اړیکو او پراختیا سره سمون خوري، نو ځکه، اسلام آباد هوډ لري چې د امکان تر حده د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکړي.
-
فلسطیني ملت به پر الاقصی جومات د برید اجازه ورنکړي
Sep 02, 2023 02:22د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ویاند وویل، د فلسطین ملت او مقاومت به هېڅکله صهیونیسټي دښمن ته پر الاقصی جومات د یرغل اجازه ورکړي.
-
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر له چابهار- زاهدان- نیمروز د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه لیدنه وکړه
Sep 02, 2023 01:57د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي له چابهار- زاهدان- نیمروز /میلک د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه چې اوسمهال يې په ایران کې د جوړونې چارې دوام لري؛ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
-
پېښور کې افغانه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې
Sep 02, 2023 01:55د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.
-
جوزجان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی
Sep 02, 2023 01:52جوزجان کې د افغان-ترک د صحت طفل روغتون چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی دی.
-
د افغانستان بانک مشر په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوی
Sep 02, 2023 01:49د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار - هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.