د هندوستان پولیسو له شعلی فیلم کار واخیست
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i100068-د_هندوستان_پولیسو_له_شعلی_فیلم_کار_واخیست
زمونږ خبریال وايي د هندوستان پولیسو د کورونا پروټوکولو د عملي کولو لپاره عجیبه روده غوره کړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 09, 2021 14:04 Asia/Kabul
  • د هندوستان پولیسو له شعلی فیلم کار واخیست

زمونږ خبریال وايي د هندوستان پولیسو د کورونا پروټوکولو د عملي کولو لپاره عجیبه روده غوره کړه .

د هندوستان پولیسو د تیر وخت د یوه(۱) ډیر مشهور فلیم شعلی(Shollay) د ډائیلاک او مکالمې په کارولو سره د خلکو لخوا د ماسکونو د اچولو کمپاین اجرا کړ او خلکو په اینټرنیټ پاڼو باندې دغه روده ډيره خوښه کړه .

د هندوستان د ممبۍ پولیسو په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې یو(۱) پیغام خپور کړ چې پکښې د خلکو لخوا د کورونا په پروټوکول باندې د عمل کولو لپاره د مشهور شعلی فیلم له ډائیلاګ څخه کار اخیستل شوی دی .

د هندوستان د پولیسو لخوا په اینټرنیټ پاڼې بانډې په پیغام کښې لیکل شوي دي څومره ماسکونه  محفوظ دي پوره دوه(۱) سرکار .

د  هندوستان د پولیسو لخوا په اینټرنیټ پاڼې دغه اقدام د خلکو ډیر خوښ شوی دی او خلک یې ستاینه کوي .

د ویلو ده چې په هندوستان کښې کورونا ویروس بیخي زیات شوی دی او هره ورځ په میلیونو خلک په دغه ویروس ککړیږی او په زرګونو کسان ترې مړ کیږي هم .