واده ته به پولیس هم وربولې
زمونږ خبریال وايي د هندوستان پولیسو د کورونا پروټوکولو د عملي کولو لپاره عجیبه روده غوره کړه .
د هندوستان پولیسو د تیر وخت د یوه(۱) ډیر مشهور فلیم شعلی(Shollay) د ډائیلاک او مکالمې په کارولو سره د خلکو لخوا د ماسکونو د اچولو کمپاین اجرا کړ او خلکو په اینټرنیټ پاڼو باندې دغه روده ډيره خوښه کړه .
د هندوستان د ممبۍ پولیسو په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې یو(۱) پیغام خپور کړ چې پکښې د خلکو لخوا د کورونا په پروټوکول باندې د عمل کولو لپاره د مشهور شعلی فیلم له ډائیلاګ څخه کار اخیستل شوی دی .
واده ته به پولیس هم وربولې
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په بیهار صوبې کښې د کورونا ویروس د خپریدا په خاطر د وادونو د مراسمو په هکله نوی قانون اجرا شوی دی .
د هندوستان رسنیو وویل د نوي قانون پراساس که چیرې په اوسنیو شرایطو کښې څوک واده کوي یعني د واده مراسم ترسره کوي نو هغوې باید پولیس هم دستورو ته وروبولي .
واده کونکی کس باید د واده د ټولو مراسمو او پکښې د ګډون کونکو میلمنو د شمیر په هکله هم باید پولیسو ته اطلاع او معلومات ورکړي .
د هندوستان د بیهار صوبې چارواکو وویل په صوبې کښې به د واده مراسم د پولیسو تر څارنې لاندې کیږي چې د میلمنو په شمیر څارنه وشي او د کورونا په پروټوکول باندې هم عمل وشي .
د دغه قانون له اجرا کیدا درې (۳) ورځې وروسته د هندوستان د بیهار صوبې پولیسو ته د وادونو یولس سوه اوه اتیا (۱۱۸۷) بلن لیکونه ورکړل شوي دي .