د کټ څادر څو ورځې وروسته وینځل پکار دي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i100376-د_کټ_څادر_څو_ورځې_وروسته_وینځل_پکار_دي
زمونږ خبریال وايي د کټ څادر څو ورځې وروسته وینځل پکار دي ؟
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 16, 2021 12:50 Asia/Kabul
  • د کټ څادر څو ورځې وروسته وینځل پکار دي ؟

زمونږ خبریال وايي د کټ څادر څو ورځې وروسته وینځل پکار دي ؟

یقینا خلک په دې اړه بیلابیل نظرونه لري خو اوس کارپيژاندو د دغه پوښتنې لپاره حتمي ځواب ورکړی دی .

د «اکس واش» د جامو د وینځلو د شرکت بنسټګر ډاکټر کیلي ګرانټ وویل مونږ خپل زیات وخت په کټ او پلنګ کښې تیرو  او مونږ چې څومره کولای شو نو باید د کټ څادریعني بیډ شیټ (bed sheet) زر زر ووینځو .

هغه وویل مونږ باید په هرو لسو (۱۰) ورځو کښې یو ځل د کټ څادر ووینځو .

د نیل رابینسن په نوم یوه(۱) کارپيژاند وویل خلک باید په هرو  څوارلسو (۱۴)ورځو کښې یو ځل د کټ څادر یعنی بیډ شیټ ووینځي .

د ګرمۍ په موسم کښې په میاشت کښې دوه (۲) ځله د  کټ د څادر وینځل کافي دي چې له کبله یې دوړې او جراثیم او مایکرونه صاف وي .

په دې هکله یوه (۱)سروې او نظر سنجې هم ترسره شوه چې پکښې اتلس (۱۸) فیصده خلکو اعتراف کړی چې دوې خپل جینز په کال کښې یوځل وینځي او شپږدیرش (۳۶) فیصده خلکو هم اعتراف کړی چې دوې څو میاشتې وروسته د کټ څادر وینځي .

یو(۱) فیصده خلکو وویل چې دوې په کال یو(۱) ځل د کټ څادر وینځي .