په غوږونو سره د کامپیوټر د کنټرولولو اله جوړ شوه
May 18, 2021 15:19 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا سائینس پوهانو د انسان له غوږونو څخه د کامپیوټر او د هغه د اوزارونو د کنټرولولو اله جوړه کړي ده .
د امریکا سائینس پوهانو دغه الې ته د « ایرسویچ» نوم ورکړی دی کوم چې د یوه ماوس(mouse) په شان کار کولو سره په کامپیوټر باندې بشپړه کنټرول ترلاسه کوي .
دغه ایرسویچ له پروټو ټایپ سلیکن څخه جوړ شوی دی او پکښې یوه(۱) ډیره نازکه کیمره لګول شوي ده او کله چې اچونکي په شعوري او خبر ډول هغه د غوږ دننه کیږدوي نو کمیره دغه حرکتونه ثبتوي او هدایتونه یې تر کامپیوټر پورې رسوي .
دا ډول سیګنلونه ان سکرین بورډ ته رسیږي او د غوږونو دننه په کلیک سره مختلف ټکي منتخب کیدلی شي .
ټیګونه