د خسر کورنۍ د ناوي هیله پوره نکړه
زمونږخبریال وايي په امریکا کښې د خسر کورنۍ د ناوي خواهش پوره نکړ بلکې د هغې هیله یې په ناهیلۍ بدله کړه .
د امریکا نوي واده شوي ناوي په فیسبوک اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه(۱) پیغام کښې وویل چې زه سبزیانې خورم او غوښه نه خورم او زما خواهش داوو چې زما د واده په مراسمو کښې دې میلمنو ته سبزیانې ورکړل شي .
خو د ناوي خسرګنی په دې خبرې سره چې د واده د مراسمو لګښت دوې ورکوي او زمونږ مرضي به چلیږي د ناوي خواهش پوره نکړ .
د امریکا دغه نوي واده شوي ناوي په فیسبوک اینټرنیټ پاڼې باندې پیغام کښې ویلي دي چې زما خسرګنی دومره غوښه خوښوي چې د خپل خوند د اخیستلو لپاره یې زما خوشحالۍ ته هیڅ پام ونکړ .
هغه وویل زما خسرګنی له واده وروسته اوس هم زما د سبزې خورې پیښې یعني مذاق کوي خو زه دغه پیغور په یوه غوږ اورم او په بل غوږ یې وباسم .