پودینه د بدن لپاره ډيره ګټه لري
زمونږ خبریال وايي پودینه په عام ډول په کورونو کښې د چکنیو د جوړولو لپاره استعمالیږي .
پودینه یو(۱) عام ډول سبزي ګڼل کیږي خو ډيرې حیرانونکي ګټې لري .
د پودینې خوشبو د انسان په بدن کښې سالیوا ګلینډونه(saliva glands) متحرک کوي .
د پودینې خوړل نه یوازې د انسان اولټۍ(omitting) ختموي بلکې سر درد هم له مینځه وړي .
پودینه د انسان د سا اخیستلو ټول مرضونه لکه د سینین نښتل ، د حلق نیول او د سږو عفونت(infection) ختموي .
په دې سربیره پودینه د اسم یا د سالنډۍ د ناروغانو لپاره هم ډیره ګټه لري .
د پودینې اوبه یعني جوس له داخل څخه د انسان د بدن د پاکول لپاره ترټولو ښه وسیله ده .
د پودینې خوړل د انسان مخ ښکلی کوي او د پوستکي ټولې ناروغیانې لکه خرخښت او له مخ څخه د دانو د ختمیدا سبب کیږي .
پودینه په کاڼي سره د ژوبلیدا او د حشراتو د چیچلو لپاره هم ښه درملنه ده .
پودینه د انسان په خوله کښې د خطرناکو باکټریانو په ختمولو سره د سا د اخیستلو عمل هم ښه کوي .