څوک چې کورونا واکسین ووهي نوغوا ورکول کیږي
May 24, 2021 15:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په تايي لینډ هیواد کښې څوک چې د کورونا ضد واکسین ولګوي نو د قرعه کشۍ یعني لاټرۍ په وسیله د نوم د ایستلو په بڼه کښې ورته یوه(۱) غوا په مفت ډول ورکول کیږي .
ویل کیږي چې د تایي لینډ هیواد په «مايي چیم» سیمه کښې هره اونۍ د کورونا واکسین د وهونکو کسانو قرعه کشۍ کیږي او ګټونکي ته په مفت ډول غوا ورکول کیږي .
د تايي لینډ په دغه سیمه کښې به له کورونا ویروس څخه د ساتنې د واکسین کمپاین به د جون د میاشتې له اومې (۷)نیټې څخه پیل شي .
ټیګونه