د سقاوې مالک خپل دکان په یو ‌ډالر خرڅ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i103074-د_سقاوې_مالک_خپل_دکان_په_یو_ډالر_خرڅ_کړ
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د یوې (۱) سقاوې یعني د نايي دکان مالک خپل ټول کاروبار او دکان په خپلې کارکونکي باندې یوازې په یوه (۱) ډالر خرڅ کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 15, 2021 16:39 Asia/Kabul
  • د سقاوې مالک خپل دکان په یو ‌ډالر خرڅ کړ

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د یوې (۱) سقاوې یعني د نايي دکان مالک خپل ټول کاروبار او دکان په خپلې کارکونکي باندې یوازې په یوه (۱) ډالر خرڅ کړ .

ویل کیږي چې د امریکا د سقاوې مالک پاینو امپیراټي په خپلې ښې کارکونکي کیتهي مورا باندې  ټول دکان خرڅ کړی او یوازې یو (۱) ډالر یې ترې اخیستی دی .

میرمن کیتهي مورا پینځلس (۱۵) کاله مخکې په ټیکنیکل هايي سکول کښې له زده کړې وروسته په اټلي نومي سقاوې کښې په کار بوخته شوه او هغې دلته له ډيرې مودې راهسې کار ته دوام ورکړ .

د سقاوې مالک پاینو امپیراټي وویل کیتهي مورا د ویښتانو ښه ارایشګره ده او اخلاق یې هم ډير ښه دی او ځکه خو ما خپل دکان په هغې باندې یوازې په یوه(۱) ډالر خرڅ کړ .