د زلمي له خولۍ ۸۲ غاښونه وویستل شول
Jul 19, 2021 14:29 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په پټنا ښار کښې د یوه(۱) اولس(۱۷) کلن زلمي له خولۍ د دوه اتیا (۸۲) غاښونو د ایستلو لپاره بریالی اپریشن وشو .
د هندوستان دغه ښاریز چې نتیش کومار نومیږي له تیرو پینځو (۵) کلونو راهسې د اوډنټو () په نوم ناروغۍ اخته دی کوم چې د ټیومر(Tumour) یو ډول دی او په دغه بیمارۍ کښې غاښونه په غیر عادي ډول وده کوي .
له تیرو څو کلونو راهسې د علان او درملنې د نه کولو په وجه د ښاغلي نتیش جسمي حالت خراب شو چې هغه له جراحۍ پرته نشو ښه کیدلی .
د نتیش د خولۍ دننه لاندې ورې له عام خلکو څخه مختلفې وې چې له څیرې یې له ورایه ښکاریدې .
ډاکټرانو درې (۳) ساعته اپریشن وکړ او په دواړه وریو کښې د ټیومر جراحي یې وکړه او د هغه له خولۍ څه اضافي غاښونه لیرې کړې شول او هغه اوس روغ او جوړ دی .
ټیګونه