ودګني ناوي ته څپیړه ورکړه علت یې څه و ؟
Jul 20, 2021 13:51 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په یوه(۱) خارجي هیواد کښې د واده په دستورو کښې ودګني ناڅاپه ناوي مخ ته په څپیړې ووهله او هلته موجود خلک بیخي حیرانه شول .
خو څو شیبې وروسته چې خلک د څپیړې له علته خبر شول نو ټول په خندا شول .
د خپل نوي ژوند د ښه کولو لپاره ودګنی او ناوي په سټیج باندې ولاړ وو نو ودګني د خپلې نوي ناوي په مخ باندې مچ ولید او ودګني سمدستي خپله ناوي په څپیړې ووهله چې مچ ترې لاړ شي .
د ناوي په مخ د څپیړې په وجه خو مچ لاړ خو ودګني ته سمدستي د خپلې غلطۍ احساس وشو او هغه بښنه وغوښتله .
په اینټرنیټ پاڼو کښې د دغه پیښې عکس او انځور خپور شوی خو دا معلومه نه ده چې پیښه په کوم هیواد کښې شوي ده .
ټیګونه