د هوا له سرعت څخه ګړندی اورګاډی جوړ شو
Aug 08, 2021 15:15 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د سویزرلینډ هیواد انجنیرانو یو(۱) داسی ګړندی اورګاډی جوړ کړی دی کوم چې د هوا له سرعت او سپيډ څخه زیات سرعت لري .
د ځمکې لاندې د سویزرلینډ دغه چلیدونکی اورګاډی به په یوه (۱) ساعت کښې اوه سوه پینځه څلویښت (۷۴۵) کلومیټره مزل وکړي .
په دغه اورګاډي کښې به خلک د کیپسول په شان ډبیو کښې په کیناستلو سره سفر وکړي .
د سویزرلینډ شرکت ادعا کړي ده له سویزرلینډ څخه تر زوریخ سیمې پورې سفر چې په اورګاډي کښې په کابو درې نیمو ساعتونو کښې او په الوتکه کښې کابو نیمه ساعت ترسره کیږي په دغه اورګاډي کښې به دغه سفر یوازې په اولس (۱۷) دقیقو کښې امکان ولري .
کارپيژاندي وايي د دغه اورګاډي په وجه به خلکو ته د ټرانسپورټ ورپیښ ډیر مشکلات حل شي .
ټیګونه