د نړۍ ترټولو ټیټه غوا مړه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i104712-د_نړۍ_ترټولو_ټیټه_غوا_مړه_شوه
زمونږ خبریال وايي د دنیا تر ټولو ټیټه ونه لرونکي غوا بالاخره مړه شوه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 24, 2021 13:47 Asia/Kabul
  • د نړۍ ترټولو ټیټه غوا مړه شوه

زمونږ خبریال وايي د دنیا تر ټولو ټیټه ونه لرونکي غوا بالاخره مړه شوه .

دغه غوا د معدې تکلیف درلود او هغه په سخت درد کښې د ځناورو روغتون ته یوړل شوه او هلته موجودو ډاکټرانو د هغې د ژوند د بچولو لپاره ډیر کوششونه وکړل خو هغه بچ نشوه .

دغه غوا چې دوه (۲) کلنه وه شل(۲۰) اینچ ونه درلودله چې د خپل معصومیت له کبله د خلکو د پام په مرکز بدله شوي وه چې شهرت یې نه یوازې په ښارونو کښې بلکې په اینټرنیټ سایټونو کښې هم ډیر خپور شوی .

په اینټرنیټ پاڼو باندې د دغه غوا د عکسونو له خپریدا وروسته د کورونا ویروس په وجه  د خلکو په تګ راتګ باندې له محدودیت سره سره هره ورځ زیات شمیر خلک د هغې لیدو ته ورتلل .