د هندوستان په فیسټیوال کښې خلک ولې ژوبلیږي ؟
Aug 29, 2021 12:13 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې د کاڼو د ویشتلو دودیزه لوبه په خونړۍ لوبې بدله شوه او یوازې په اوو (۷) دقیقو کښې اوه اویا (۷۷) کسان ژوبل شول .
دغه لوبه چې « بګوال » بلل کیږي د هندوستان په اتر کهنډ صوبې کښې ترسره کیږي .
په دغه خونړۍ لوبې کښې د سمدستي طبي مرستې ضرورت وي چیرې چې په لسګونو کسان ژوبلیږي او ځینې پکښې ډیر مرګي حاله هم کیږي .
د کاڼو د ویشتلو په دغه لوبه کښې د هندوستان په اتر کهنډ صوبې کښې په چمپاوت سیمه کښې یوشمیر خلک راغونډ شول او په یوه بل باندې کاڼو په ورولو سره یې دغه فیسټیوال ترسره کړ .
ټیګونه