اردن کښې د خرې له شیدو د صابن ګاهکان زیات شوي
زمونږ خبریال وايي په اردن عربي هیواد کښې د خرې (donkey)له شیدو څخه د جوړو شیانو په تیره بیا د صابن مینه وال زیات شوي دي او دغه راز د خرې له شیدو څخه د جوړیدونکي صابن بیه هم ډیره زیاته شوي ده .
اوس په دنیا کښې دغه خبر په ډیرې چټکۍ سره خپریږي چې د خرې له شیدو څخه جوړ شوي شیان له تاوان رسونکو کیمیاوي شیانو پاک وي نو ځکه خو د خرې شیدې د انسان د صحت او د پوستکي له ناروغیو سره د اړونده مرضونو د ختمولو لپاره ډیره ګټه لري .
د دغه خبر پراساس اوس په اردن عربي هیواد کښې د خرې له شیدو څخه د جوړو شیانو د غوښتونکو کسانو شمیر زیات شوی دی او د خرې له شیدو څخه د جوړو شیانو بیې هم په زیاتیدا دي .
بلې خوا د اردن هیواد د خوراکي شیانو یوه (۱) کارپيژاند ویلي دي چې د خرې له شیدو څخه جوړ صابن د انسان د بدن لوندوالی یعني غوړوالی انډواله او برقرار ساتي .
د خرې په شیدو کښې پروټین ، میګنیشیم ، کاپر ، سوډیم ، زینک ، کیلشیم او ایرن(iron) شته او دغه ټول شیان د انسان بدن له ځوانکو او دانو څخه پاک ساتي .