د کال هغه ورځې چې زیږیدلي ماشوم ډیر بریالي وي
زمونږ خبریال وايي د کال کومې ورځې تر ټولو خوش قسمته وي او په دغو ورځو کښې زیږیدلي کسان تر ټولو زیات کامیاب او بریالي وي ؟
د مايي هیریټیج (MY HERITAGE) محققانو په خپل نوي تحقیق کښې په دې هکله مهمې خبرې ایشوا کړي دي .
محققانو په دغه تحقیق کښې د داسې زرو (۱۰۰۰) کسانو د زیږیدا نیټې معلومې کړې چې بیلابیل میډالونه او جایزې یې ګټلي دي او هغوې په خپلو کارونو کښې تر ټولو کامیاب خلک ګڼل کیږي .
دغو کسانو چې کوم میډالونه ګټلي وو نو پکښې ګرامي ، اسکار ، ورلډ کپ ، مشعیلین سټار جایزه ، ګولډ ګلوبز جایزه، پلټزر پرایز ، ډي پام ډي او ډي بکر پرایز او اولمپیکس میډالونه شامل وو .
کله چې د زرو (۱۰۰۰) ګډون کونکو کسانو د زیږیدا د نیټې په هکله شننه وشوه نو معلومه شوه چې د اپریل د میاشتې دیرشمه (۳۰) نیټه ترټولو خوش قسمته ورځ وه او په دغه ورځې زیږیدلي کسانو له ټولو زیات میډالونه ګټلي وو .
له دغو زرو (۱۰۰۰) کسانو څخه یولس (۱۱) کسان د اپریل د میاشتې په دیرشمه (۳۰)نیټه زیږیدلي وو .
له دې وروسته له ترتیب سره سم کومې ورځې چې خوش قسمته وګڼل شوې هغه د اپریل د میاشتې اوویشتمه (۲۷) د جنورۍ د میاشتې شلمه (۲۰) د مارچ د میاشتې درویشتمه (۲۳) د مارچ د میاشتې شپږویشتمه (۲۶) د اپریل د میاشتې نهویشتمه (۲۹) ، د سپتمبر د میاشتې څوارلسمه (۱۴) د سپتمبر د میاشتې شپږویشتمه (۲۶) د نوامبر د میاشتې دولسمه (۱۲) او د دسمبر د میاشتې دیرشمه (۳۰) نیټه ده .
په میاشتو کښې هم د اپریل میاشت هم تر ټولو خوش قسمته میاشت وبلل شوه چې پکښې زیږیدليو کسانو تر ټولو زیات میډالونه یعني نهه نوي (۹۹)میډالونه ترلاسه کړي وو .
ورپسې له ترتیب سره سم په نومبر ، مارچ ، سپتمبر ، جنورۍ ، اکتوبر ، مي ، جولاۍ ، جون ، اګست ، دسمبر او فرورۍ میاشتې کښې زیږیدلیو کسانو تر ټولو زیات میډالونه او جایزې ګټلي وې .