دهرکله راشه دماخوستن پروګرام ته له مسلم باغ څخه محمدعلی عمری
دتل په څېر دتهران ریډو په پښتو څانګه دهرکله راشه دماخوستن پروګرام ډیرو درنو همکارانو. محبت صاحب. درانی صاحب. ګلاجان استاد. ډاکټر قیومی صاحب. مرتضی جان صاحب. محسینی صاحب او ټولو تخنیکی همکارانوته دزړه له اخلاصه څخه په اسلامی مینه سره اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
همدارنګه زه خپل سلامونه ډیرو درنو اورېدونکو ته وایمه لکه. غنم رنګ کوچی. ازادخان ذهین. عادل اڅکزی. پښتون یار ارمانی. محمدعیسی وفا. ممدشریف شهزاد. سیدشاه ملاخېل.او ګلاب ګل ته هم خپل سلامونه وایمه
ډیرو درنو همکارانو دایو څوغوره خبری درسره شریکی کوم هیله ده چی په هرکله راشه پروګرام کښی یې راسره شریکی کړئ مننه به مو وی
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوند ښکلی دی، ځکه د ښکلا خالق راته ډالۍ کړی-*
ژوند ښکلی دی، ځکه د خدای(ج) خپل بنده ته تر ټولو غوره ډالۍ ده*
*ژوند ښکلی دی، ځکه خو اسلام په ناحقه د یو چا ژوند اخیستل منع کړی.
*ژوند ښکلی دی، ځکه داسې ښوونځی دی چې هر بشر یې له زدکړو برخمن دی
*ژوند ښکلی دی، ځکه هغه څه راکوی چې موږ یې ترې غواړو
*ژوند ښکلی دی، ځکه له ګڼو فرصتونو ډګ دی
*ژوند ښکلی دی، ځکه کنټرول یې زموږ په لاس کې دی
*ژوند ښکلی دی، ځکه زموږ په فرمانونو عمل کوی
*ژوند ښکلی دی، ځکه بدلون منی
= په ریښتیا چې ژوند د خدای ستر نعمت او حتی لوی امانت دی د هر انسان لپاره ځکه خو حتی انسان پرې خپل دا اختیار نه لری چې ځان ووژنی او د بل انسان د ژوند اخیستل خو داسې دی لکه چې یو چا درست انسانیت وژلې وی نو د ګران او محترم محمد علی عمری یو نړۍ مننه چې داسې ارزښتمنه وینا یې راسره شریکه کړی نور ملګری به همداسې تکل کوی تل.