کورونا ویروس د ژور خپګان ناروغانو ته تاوان رسوي
زمونږ خبریال وايي سائینس پوهانو له مخکې څخه ویلي دي هغه کسان چې د شکرې ناروغۍ یعني شوګر لري یا د زړه ناروغۍ او د سږو ناروغۍ لري د کورونا ویروس له کبله زر مړ کیدلی شي خو اوس په نوي تحقیق کښې کارپیژاندو او سائینس پوهانو ذهني دباو او ژور خپګان هم په هغو ناروغیو کښې شامل کړی چې په کورونا ویروس د زر ککړیدا او د سړي د ژر وژل کیدا سبب کیږي .
په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي په کومو خلکو کښې چې د سټریس اندازه زیاته وي نو هغوې له کورونا ویروس څخه زر مړ کیږي .
د لندن د امپیریل کالج د سائینس پوهانو د وینا پراساس د کومو کسانو په جسم کښې چې د سټریس هارمون یعني کورټیسول اندازه زیاته وي نو کورونا ویروس دا ډول کسانو ته زر لګیږي او ورته تاوان رسوي .
د لندن د امپیریل کالج د تحقیقاتي ډلې مشر پروفیسر ولجیبت ډهلون وویل په یوه عادي کس کښې د کورټیسول هارمون اندازه له سلو (۱۰۰) څخه تر دوه سوو (۲۰۰) پورې وي او دغه هارمون زمونږ په میټابولیزم د زړه په فعالیت او د بدن په دفاعي سیسټم کښې بدلونونه راولي چې له کبله یې زمونږ په بدن کښې له ناروغیو څخه د بچ کیدا صلاحیت زیاتیږي .
د کورټیسول هارمونونو په بدن کښې کمیدل ډیر خطرناک دي او که چیرې د دغو هارمونو اندازه له حده زیاته شي نو هم ډیره خطرناکه کیدلای شي .