ګوړه د انسان د صحت لپاره ډیرې ګټې لري
زمونږخبریال وايي د پوستکو له ناروغیو یعني دانو وغیره څخه هر دوهم (۲) سړی پریشانه ښکاري . د انسان په مخ دانې او د هغو له کبله رامینځته شوي داغونه ډیر بد ښکاري خو د دغو دانو او داغونو درملنه په ګوړې سره کیدلای شي .
د ونو او د بوټو دچارو کارپيژاندي وايي په ګوړې(Jaggery ) کښې ډير زیات اینټي اکسیډانټ شته .
له هرې ډوډۍ خوړلو وروسته د لږ شان ګوړې خوړل خواړه زر او په اسانۍ سره هضموي او د انسان د هاضمې نظام ښه کیږي او د کولمو حالت هم ښه کوي .
کارپيژاندي وايي که چیرې له هرې ډوډۍ خوړلو وروسته ګوړه وخوړل شي نو له کبله یې د انسان په مخ باندې غټې دانې بیخي ختمیږي .
ګوړه د خواږو شیانو یعني د شیرینې په بڼه هم استعمالیږي او د ګړې استعمال د انسان د چاق کیدا مخه نیسي .
()
هره ورځ د ګوړې خوړل څه ګټې لري ؟
کارپيژاندي وايي څوک چې ګوړه خوري نو تازه کیږي او طبیعت یې ښه کیږي .
ګوړه یو(۱) طبیعي علاج او درملنه ده چې هیڅ تاوان نه لري .
هغه کسان چې شوګر یا د شکرې ناروغۍ لري نو له ډاکټر سره له مشورې وروسته ګړه وخوري .
()
ګوړه د انسان پوستکی ښه کوي .
که چیرې څوک هره ورځ ګوړه وخوري نو په مخ یې دانې او داغونه ختمیږي او ګړې د غټو دانو لپاره هم ګټه لري .
که چیرې تاسو له دانو او داغونو څخه ځان بچ کول غواړئ نو هره ورځ له یوې څخه تر یوه نیمې اینچې پورې ګوړه وخورئ او له یوې (۱) تر دوو (۲) میاشتو پورې به له هیڅ ډول ضرر پرته د تاسو د بدن پوستکی له دانو او داغونو پاک شي .
()
ګوړه اینټي اکسیډانټ څخه ډکه ده .
د ترسره شوي تحقیق پراساس په ګوړه کښې اینټي اکسیډانټ او سیلینیم شته چې له کبله یې دانسان له بدن څخه اضافي مواد ختمیږي او ګړه انسان له دانو او دغه راز له عفونت یعني اینفیکشن څخه هم بچوي .
()
په ګوړه کښې زیات میګنیشیم هم شته .
د ګوړې ګټې سائینس هم منلي دي په ګړې کښې زیات مقدار میګنیشم شته چې له کبله یې د انسان د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کیږي او د انسان د سیلولونو کړچار هم ښه کیږي .
د ګوړې خوړل د انسان د بدن د غوړ کیدا مخه نیسي .
دانسان په بدن کښې د میګنیشیم شتون د هارمونونو په انډوله کیدا کښې مرسته کوي چې له کبله یې د جسم او د پوستکي ډیرې مشکلات او ستونزې له مینځه ځي .
()
د ایرن (Iron)د ترلاسه کولو لپاره ګوړه وخورئ .
کارپیژاندي وايي د انسان په وینه کښې د ایرن زیاتولی هم د دانو د رامینځته کیدا سبب کیږي او د ایرن د کموالي له کبله بیا په وینه کښې د هیموګلوبین مقدار کمیږي او د انسان په بدن کښې زخمونه زر نه رغیږي .
که چیرې تاسو هم د ایرن له کمي سره مخ یاست نو ګوړه وخورئ او دانې به مو هم ختمې شي او په بدن کښې مو ایرن هم پوره شي .