د سګریټو تاوانونه څرنګه کمولی شو
زمونږ خبریال وايي د سګریټو څکول یو (۱) بد عادت دی چې له کبله یې د انسان په صحت او روغتیا ډیرې ناوړه اغیزې کیږي
د سګریټو د څکولو له عادت څخه ځان خلاصول ناممکن دي .
د سګریټو د څکولو د تاوانونو د کمولو لپاره د ځینې کارونو په ترسره کولو سره د انسان صحت له نور خرابیدا څخه بچ کیدلی شي .
د سګریټو د څکولو پریښودل اسان کار نه دی خو په پلانونې سره له دغه نشې څخه د ځان خلاصول ناممکن هم نه دي او هره ورځ د سګریټو د شمیر په کمولو سره سړی له دغه ناوړه عادت او نشې څخه ځان خلاصولی شي .
طبي کارپيژاندي او ډاکټران وايي د سګریټو د څکولو له کبله د انسان په جسم باندې منفي اغیزې پریوځي چې له کبله یې د سږو فعالیت ډیر اغیزمن کیږي ، د انسان د سترګو نظر کمیږي ، د زړه له ناروغیو سره مخ کیږي او سړی شنډیږي هم .
د سګریټو د څکولو پریښودل له دغو ټولو ناروغیو او مشکلاتو د خلاصیدا حل لاره ده .
د سګریټو د څکولو د تاوانونو د کمولو لپاره د ځینو عادتونو په بدلولو سره د انسان صحت له نور خرابیدا څخه بچ کیدلی شي .
()
انسان باید ځان هاییډریټیډ (hydrated) وساتي .
د طبي کارپيژاندو او د ډاکټرانو لخوا د زیاتو اوبو د څښلو سپارښتنه کیږي .
د اوبو د استعمال په وجه د انسان په جسم کښې زهرجن مواد ختمیږي ځکه چې زهرجن مواد د انسان په صحت منفي اغیزونه کوي .
په ټوله ورځ کښې له اتو (۸) څخه تر لسو (۱۰) ګلاسونو پورې د اوبو د څښلو په وجه د انسان د سږو فعالیت او کارندوالی ښه کیږي .
()
انسان باید هره ورځ ورزش وکړي .
د ورزش په وسله د انسان د سږو په شمول د جسم مجموعي حالت او روغتیا ښه کیږي او له سږو تاواني مادې ختمیږي .
د ورزش په وخت د انسان اعصابو یعني دماغو او زړه ته په سمه اندازه اکسیجن رسیږي چې له کبله یې د اعصابو او د زړه فعالیت او کارکردګۍ نور هم ښه کیږي او له بدن څخه د کاربن ډايي اکسایډ خارجیدل هم امکان لري .
()
له الوده یعني ککړ چاپیریال او هوا څخه ځانونه وساتئ .
هغه کسان چې سګریټ څکوي د چاپیریال او د هوا له ککړتیا څخه د ځان د بچ ساتلو لپاره باید ماسک استعمال کړي .
ککړ چاپیریال د سګریټي کسانو لپاره نور هم زیات تاوان لري .
()
باقاعده باید طبي معاینې ترسره کړئ .
هغه کسان چې له ډیرو مودې راهسې سګریټ څکوي باید په باقاعده ډول ډاکټر ته ورشي او طبي معاینې ترسره کړي چې له کبله یې په صحت کښې د رامینځته شویو بدلونونو په هکله معلومات لاس ته راځي .
طبي کارپيژاندي او ماهران سپارښتنه کوي هغه کسان چې د سګریټو څکول یې بند کړي دي باید ضرور ډاکټر ته ورشي او باقاعده طبي معاینې ترسره کړي .