د ماسک د نه اچولو عجیبه سزا ورکړل شوي ده
زمونږ خبریال وايي په انډونیزیا هیواد کښې به د کورونا ویروس د مخه د نیولو لپاره د ګڼې ګوڼې په ځایونو کښې د ماسک د نه اچولو خلاف ورزۍ کونکو کسانو ته د قبر د کیندلو سزا ورکړل شي .
د انډونیزیا په ختیځ کښې په جاوا ولایت کښې د نګابیتن کلي اتو (۸) ښاریزو ته چې د ماسکونو له اچولو یې ډډه کړي وه د کورونا ویروس د ناروغانو لپاره د قبرونو د کیندلو سزا ورکړل شوه خو په دوې کښې یوازې دوه (۲) کسان د قبرونو د کیندلو لپاره هلته ورسید او خپله سزا یې بشپړه کړه .
د انډونیزیا د ختیځ ولایت جاوا چارواکي «سوونو »وویل هیله ده له دغه سزا څخه خلک د ماسکونو د اچولو پاې بندۍ وکړي او له کبله به یې د کورونا ویروس د ناروغانو په شمیر کښې کموالی راشي .
د ویلو ده چې په انډونیزیا کښې په کورونا ویروس د ککړیدونکو کسان شمیر په زیاتیدا دی او په همدې خاطر حکومتي چارواکي د خلکو د ژوند د ساتلو لپاره دا ډول اقدامات ترسره کوي .