زمری په ورځ کښې څو ساعته ویده کیږي ؟
زمونږ خبریال وايي زمری چې شیر هم ورته ویل کیږي د پیشو( cat) د نسل یو(۱) ځناور دی .
زمری د خپل زیات طاقت او د پیاوړي جسم په وجه ترټولو ښه ښکاري بلل کیږي .
زمری د بهادر ، طاقتور ، ظالم او د سخت زړه د نښې په توګه یادیږي .
د زمري بدن طاقتور او پلن وي .
د نر زمري وزن تفرییا له دوه سوه (۲۰۰) کلوګرامو څخه تر درې سوه شل (۳۲۰) کلوګرامو پورې وي او د ښځینه زمري وزن بیا له یوسل شل (۱۲۰) کلوګرامو څخه تر یوسل اتیا(۱۸۰) کلوګرامو پورې وي .
په دې سربیره د شیر د ښکار کولو روده هم بیخي د پیشو په شان ده او تل پټ وي او بیا ښکار کوي .
راځئ چې د ځنګل د باچا شیر په هکله اوس له تاسو سره ځینې په زړه پورې معلومات او حقایق شریک کړو .؟
()
زمری له ارام کولو ډیره خوند اخلي او دغه وجه ده چې شیر په شپه او ورځ کښې یعني په څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې له شپاړس(۱۶) ساعتونو څخه تر شلو (۲۰) ساعتونو پورې ویده کیږي او په ورځ کښې له زیات ارام کولو وروسته زمری د شپې په مهال تحرک او فعالیت کوي .
()
کله چې زمری ښکار کوي نو د خپلو ملګرو د وربللو سره غړمبهار کوي ځکه چې د زمري د غړمبهار غږ تقریبا تر اته (۸) کلومیټرو پورې اوریدل کیدلی شي .
()
کله چې زمری مزل کوي نو پوندې یې په ځمکه نه لګیږي او شیر تر شپږ دیرش (۳۶) فټو پورې ټوپ وهلی شي .
نر زمری د خپلې سیمې حفاظت کوي یعني خپله سیمه ساتي او ښځینه زمری بیا ښکار کوي خو له دې سره سره د ښکار د غوښې خوړل لومړۍ نر زمری پیلوي .
()
زمری په عادي توګه د درمیانې درجې ځناور خوري لکه زیبرا، غرڅه او میخې وغیره وغیره .
زمری اکثره هغه ځناور هم خوري چې د بل کوم ښکاري ځناور په وسیله ښکار شوي وي .
د زمري ډلې ته پرائید ()ویل کیږي او په یوه(۱) پرائید کښې تقریبا پینځلس (۱۵) زمري وي .
نر زمری له ښځینه زمري څخه یو(۱) څه غټ وي او دوې ستر ویښتان لري چې له کبله یې د دوې سرونه اورمیږونه پټ وي .
ښځینه زمری په عام ډول څلور (۴) بچیان زیږوي .
د زمریو دوه (۲) مهمو قسمونه او ډولونه دي چې یو(۱) یې افریقايي او دوهم (۲) یې اسیايي دی .
خو په عام ډول دغه تصور شته چې زمري اته (۸) ډولونه لري .
ببر شیر
اسیایي شیر
مغربي افریقايي شیر
مسايي شیر
کانګو شیر
جنوب مغربي افریقايي شیر
ټرانسول شیر
ایتهوپیا شیر