د نړۍ تر ټولو چاق سړی له کورونا ویروس ورغید
زمونږ خبریال وايي د میکسیکو هیواد تر ټولو چاق سړی چې په کورونا ویروس ککړ شوی وو اوس روغ رمټ شوی دی .
د میکسیکو هیواد دغه شپردیرش (۳۶) کلن سړی هوان پیډرو فرانکو د شکرې یعني شوګر ، د وینې د لوړ دباو او د سږو په دائمي ناروغیو هم ککړ دی .
د میکسیکو هیواد دغه شپږدیرش (۳۶) کلن سړی دوه سوه اته (۲۰۸) کلوګرامه وزن لري او له دې سره سره هغه کورونا ویروس ته په ماتي ورکولو کښې بریالی شوی دی .
د ویلو ده چې د میکسیکو هیواد دغه ښاریز هوان پیډرو فرانکو مور هم چې اوه شپیته (۶۷) کلنه وه د کورونا ویروس له کبله مړه شوي ده .
د دنیا ترټولو چاق سړي پیډرو فرانکو کورونا ویروس ته د ماتي د ورکولو په هکله وویل دغه یوه (۱) خطرناکه ناروغۍ ده او زه چې کله په دغه ویروس ککړ شوم نو سر او بدن مو درد کاوه او په سا اخیستلو کښې هم له مشکل سره مخ وم او تبه مو هم وه .
د میکسیکو هیواد د دغه چاق سړي فرانکو ډاکټر له کورونا ویروس سره د فرانکو مبارزې ته په اشارې سره وویل هوان پیډور فرانکو د کورونا ویروس پرضد یو (۱)سخت جنګ کړی دی .
د میکسیکو د دغه چاق سړي هوان پیډرو فرانکو نوم په دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال کښې په درې دیرش (۳۳) کلنې کښې د دنیا د تر ټولوزیات وزن لرونکي په توګه په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کتاب کښې لیکل شوی و .