انډونیزیا کښې الوتکو هم ماسکونه واچول
زمونږ خبریال وايي په انډونیزیا کښې حکومت له کورونا ویروس څخه د خلکو د خبرولو لپاره ځانګړي اقدامات ترسره کړي دي او په الوتکو باندې یې هم په رنګ سره ماسکونه جوړ کړي دي .
د انډونیزیا حکومتي هوايي چلند «ګاروډا» د خلکو د معلوماتو د زیاتولو لپاره د حکومت د کمپاین په لړ کښې په الوتکو باندې ماسکونه جوړ کړي دي .
دغه هوايي چلند په پینځو (۵) الوتکو باندې ماسکونه جوړ کړي دي چې په خلکو کښې له کورونا ویروس څخه د بچ کیدا لپاره د ماسک د اچولو شعور او پوهه پیدا کړي .
د انډونیزیا حکومتي هوايي چلند د الوتکو مخ ته برخې باندې داسې ماسکونه په رنګونو سره جوړ کړي دي چې په لیدو سره داسې ښکاري چې الوتکو ته ماسکونه اچول شوي دي .
په کومو الوتکو چې ماسکونه جوړ شوي دي هغه د انډونیزیا په داخل کښې او دغه راز خارجي هیوادونوته الوتونه کوي .