د زیتون تیل د انسان اعصاب ځوان ساتي
زمونږ خبریال وايي د زیتونو تیل له داسې ډیرو ښو شیانو ډک دي کوم چې د انسان د اعصابو د عمر د زیاتیدا یعني بوډا کیدا عمل سوکه کوي .
د امریکا د بریګهم اینډ ویمنز(Brigham and Women's Hospital in Boston,) روغتون د یوه(۱) نوي تحقیق پراساس د زیتون په تیلو کښې داسې غوړوالی شته کوم چې د انسان د دماغو د بوډا کیدا بهیر سست کوي .
په دې سربیره د کوچو(BUTTER) پرځای د زیتون د تیلو استعمال په اوږده موده کښې د انسان د اعصابو د ساتلو زمینه هم برابروي .
زیتون په دې سربیره د انسان د بدن لپاره نورې ګټې هم لري .
د انسان د اعصابو او دماغو لپاره د زیتون تیل په دې وجه هم ګټه لري ځکه چې دماغو ته په زیاته اندازه د اکسیجن ضرورت وي او د اکسیجن کمښت د انسان د صحت لپاره د تاوان لرونکو ریډکلونو(radicals) شمیر زیاتوي او د دغه کمښت د پوره کولو لپاره د زیتون تیل استعمال ګټور کیدلای شي .
د زیتون تیل د انسان په بدن کښې د پړسوب د کمولو لپاره د دردونو د ختمولو د درملو په توګه کار کوي .
د یوه () تحقیق پراساس د څو قاشق زیتونو تیلو څښل د درد د ختمونکي درمل په توګه اغیز کوي او زیتون داسې طبیعي او قدرت علاج او درملنه ده چې د انسان بدن ته له ګټې رسول پرته بل هیڅ تاوان نلري .