طوطي د خپل مالک ژوند بچ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i93992-طوطي_د_خپل_مالک_ژوند_بچ_کړ
زمونږ خبریال وايي د اسټرالیا هیواد په ښار بریسبین(Brisbane) کښې یوه(۱) طوطي د خپل مالک ژوند بچ کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 05, 2020 12:06 Asia/Kabul
  • طوطي د خپل مالک ژوند بچ کړ

زمونږ خبریال وايي د اسټرالیا هیواد په ښار بریسبین(Brisbane) کښې یوه(۱) طوطي د خپل مالک ژوند بچ کړ .

د اسټرالیا هیواد په بریسبین ښار کښې یو(۱) ښاریز په خپل کور کښې ویده و چې ناڅاپه یې په کور کښې اوور ولګیده .

د اوور په لګیدا سره طوطي خپل مالک ته اینټون اینټون په نوم سره اوازونه پیل کړل .

د طوطي په غږونو سره د کور مالک له خوبه راویښ شو نو ویې لیدل په کور کې یې اوور لګیدلی دی او هرې خوا ته لوګي دي .

د اسټرالیا دغه ښاریز د طوطي په لاس کښې نیولو سره د دروازې په  خلاصولو سره د کور شاته برخه چې کله ولیدله نو هلته اوور لګیدلی و .

د اسټرالیا دغه ښاریز سمدستي له کور څخه بهر ووات او د هغه ژوند بچ شو .