امریکا کښې بایډن بریاني مشهوره شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i94208-امریکا_کښې_بایډن_بریاني_مشهوره_شوي_ده
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ماتي خوړلو وروسته د ډموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب جشن په عجیبه ډول لمانځل کیږي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 15, 2020 12:13 Asia/Kabul
  • امریکا کښې بایډن بریاني مشهوره شوي ده

زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ماتي خوړلو وروسته د ډموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب جشن په عجیبه ډول لمانځل کیږي .

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب د جشن د لمانځلو لپاره په نیویارک ښار کښې یوه (۱) رستوران د میلمنو او د  ډوډۍ خوړونکو لپاره په خپلې مینو(menu) کښې بایډن بریاني وړاندې کړي ده .

په نیویارک کښې په برونکس سیمه کښې د بنګلادیش په یوه(۱) رستوران کښې له نورو خوندورو ډوډیو سره یوځای د بایډن بریاني په نوم نوي ډوډۍ هم ډیره مشهوره شوي ده چې  ډیر خلک یې خوښوي .
د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډموکراټ ګوند کاندید تراوسه د الیکټرول کالج درې سوه شپږ (۳۰۶) رایې ګټلي دي خو اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو نتیجې نه مني .

دا په داسې حال کښې ده چې  د امریکا ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو له ترسره کیدا څو میاشتې مخکې ویل که چیرې د ولسمشرۍ انتخابات ما وګټل نو هغه سم دي او که ما وبایلل نو په انتخاباتو کښې درغلۍ شوي ده .