د الوتکې انجن کار پریښود او په لویه لاره کوزه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i94654-د_الوتکې_انجن_کار_پریښود_او_په_لویه_لاره_کوزه_شوه
زمونږ خبریال وايي د امریکا په مینسوټا ایالت کښې یوه (۱)پایلټ کوچنۍ الوتکه په یوې (۱) لویې لارې باندې چې ډیره ګڼه ګوڼه پکښې وي په بیړني ډول کینوله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 06, 2020 11:30 Asia/Kabul
  • د الوتکې انجن کار پریښود او په لویه لاره کوزه شوه

زمونږ خبریال وايي د امریکا په مینسوټا ایالت کښې یوه (۱)پایلټ کوچنۍ الوتکه په یوې (۱) لویې لارې باندې چې ډیره ګڼه ګوڼه پکښې وي په بیړني ډول کینوله .

د امریکا پایلټ د ارډن هلز سیمې ته نږدې الوتکه په هوا کښې الوځولي وه چې ناڅاپه یې په انجن کښې خرابې راغی او هغه په بیړني ډول د الوتکې د کینولو فیصله وکړه .

پایلټ د الوتکې د کینولو لپاره لویه لاره غوره کړه او په ډیر مهارت سره  په لویه لاره باندې د الوتکې په کوزولو بریالی شو .

له نیکه مرغه په دغه پیښه کښې څوک مړه او ژوبل شوي نه دي .