زنجبیل یعني ادرک د صحت لپاره ډیره ګټه لري
زمونږ خبریال وايي د ساړه موسم له ځان سره د نزلې ، زکام ، ټوخي ، تبې او د جوړونو او د خیټې د درد په شان ډیرې ناروغیانې او شکایتونه راوړي .
له دغو ټولو ناروغیو او شکایتونو د ځان د ژغورلو لپاره که چیرې په پخلنځي کښې یو(۱) شی یعني زنجبیل چې ادرک هم ورته ویل کیږي استعمال شي نو د ساړه موسم په ډیرې اسانۍ سره تیریدلی شي .
طبي کارپيژاندي وايي چې په زنجبیل کښې نه یوازې د ډیرو ناروغیو درملنه او علاج شته بلکې د انسان د صحت لپاره ډیر د ګټې شیان لري .
نو ځکه خو د زنجبیل استعمال د انسان د بدن لپاره ډیره ګټه لري په تیره بیا په ساړه موسم کښې زنجبیل د انسان د بدن لپاره ډیرې فایدې لري .
زنجبیل په ډيرې اسانۍ سره استعمالیدلی شي او ادرک د ډوډیو د خوند او ذایقې د زیاتولو او د بیلابیلو سبزیانو او د غوښې د خواړو په پخولو کښې کاریدلی شي .
د ساړه په موسم کښې د ادرک یعني زنجبیل استعمال لاندې ګټې لري .
()
زنجبیل د انسان بدن ګرم ساتي :-
د زنجبیل استعمال د انسان په جسم کښې حرارت پیدا کوي .
تاسو باید په دوه (۲) ګلاسه اوبو کښې څو ټوټې زنجبیل واچوئ او ویې یشئ او بیا پکښې لږ شان ګبین هم شامل کړئ او په ورځ کښې یې دوه (۲) یا درې (۳) ځله استعمال کړئ .
دغه کار د ساړه په موسم کښې د تاسو د بدن د ګرم په ساتلو کښې مرسته کوي او له ساړه مو بچوي .
()
د زکام او د ټوخي د درملنې لپاره زنجبیل ګټه لري :-
د ساړه په موسم کښې نزله ، زکام او ټوخي عام ناروغیانې دي خو ددغو ټولو ناروغیو درملنه په ادرک او زنجیل کښې شته .
تاسو په یو(۱) قاشق ګبین کښې د زنجبیل لږ سان اوبه واچوئ او په ورځ کښې یې له دوو (۲) تر څلور(۴) ځلو پورې استعمال کړئ .
()
د انسان د جوړونو د درد د ختمولو لپاره ادرک ډیره ګټه لري :-
زنجبیل د ګرم خاصیت د لرلو په وجه داسې خصوصیات او ځانګړنې لري چې د هرډول درد په تیره بیا د جوړونو د درد په ختمولو کښې مرسته کولای شي .
د جوړونو او د زاړو دردونو د ختمولو لپاره تاسو باید ادرک په خواړو او ډوډیو کښې استعمال کړئ یا په چایو کښې هم ادرک استعمالوی شئ .
د زنجبیل استعمال د انسان په بدن کښې درد او سوی یعني سوزش ختموي .
()
زنجبیل د انسان د هاضمې او د خیتې د درد په کمولو کښې مرسته کوي :ـ
ادرک د انسان د هاضمې نظام د مشکلاتو په ختمولو کښې هم مرسته کولای شي .
هره ورځ د یو(۱) ګرام ادرک استعمال د خیټې د درد د ختمولو او د هاضمې د نظام د ښه کیدا لپاره ډیر ګټور دی .
که چیرې د چا په خیټه کښې هر وخت درد وي نو هغوې باید هره ورځ د ادرک څو قطرې یعني اوبه استعمال کړي او په دې ډول به درد ختم شي .