عمران خان د پښتنو د کتاب د لوستلو سپارښتنه وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په روانه میاشت کښې خلکو ته د پښتنو د تاریخ په هکله د لیکل شوي کتاب د لوستلو مشوره ورکړه .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې هره میاشت خلکو ته د بیلابیلو کتابونو د لوستلو مشوره ورکوي په انسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې په روانې دسمبر میاشت کښې خلکو ته د پښتنو د تاریخ په هکله د کتاب د لوستلو سپارښتنه ورکړي ده .
عمران خان په انسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې په خپل پیغام کښې لیکلي دي زه تاسو ته په روانې دسمبر میاشت کښې د پاکستان د پوځ د متقاعد برید جنرال هارون رشید د کتاب د لوستلو مشوره درکوم چې د پښتنو د تاریخ په هکله یې لیکلی دی .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل زه د پښتنو د تاریخ د کتاب اوم(۷) باب لولم ځکه چې هغه زما په شان د هغو قبایلي پښتنو په هکله دی چې په تیرو زرو(۱۰۰۰) کلونو کښې له افغانستان څخه هندوستان ته ولاړل او هلته په بیلابیلو سیمو کښې هستوګن شول .
عمران خان وویل د پاکستان د پوځ د متقاعد برید جنرال هارون رشید د پښتنو د تاریخ په هکله د کتاب له لوستلو مونږ ته معلومیږي چې د هندوستان د تاریخ په جوړولو کښې قبایلي پښتنو خپل رول لوبولی و .