د هندوستان جینۍ ۴۶ ډوله خواړه پاخه کړل
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په تامیل ناډو صوبې کښې یولس (۱۱) کلنې انجلۍ «لکشمي» یوازې په اته پنځوس(۵۸) دقیقو کښې د شپږڅلویښت(۴۶) ډول ډول خواړو او ډوډیو په پخولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ .
هغې اوس خپل نوم په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ(Guinness World Records) کتاب کښې ثبت کړی دی .
د هندوستان دغه یولس (۱۱) کلنه انجلۍ د کورونا ویروس د خپریدا په وخت د کاروبار او د دکانونو د بندیدا په وخت د خواړو او ډوډیو له پخولو سره دلچسپۍ شوه او هغې له خپلې مور څخه د خواړو پخول زده کړل .
د هندوستان د دغه انجلۍ پلار خپلې لور ته وویل چې په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ (Guinness World Records) کتاب کښې د خپل نوم د ثبتولو لپاره ځان چمتو کړي دي او په دې وخت کښې د انجلۍ پلار ته دغه خبره معلومه شوه چې په تامیل ناډو صوبې کښې یوه(۱) داسې لس(۱۰) کلنه انجلۍ شته چې د دیرش (۳۰) ډول خواړو په پخولو سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی .
د هندوستان یولس(۱۱) کلنې انجلۍ د خپل پلار په لارښونې او د مور لخوا د هڅونې په سیوري کښې د تامیل ناډو صوبې ډول ډول خواړه پاخه کړل او نوی ریکارډ یې جوړ کړ .