ساړه موسم کې د مولۍ خوړل مه هیروئ
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i94905-ساړه_موسم_کې_د_مولۍ_خوړل_مه_هیروئ
زمونږ خبریال وايي د ساړه موسم خاص سبزۍ مولۍ شاید د تاسو د خوښې وړ د سبزیانو په فهرست کښې نه وي خو چې کله د غذائیت او د صحت په هکله د ګټو خبره کیږي نو مولۍ په یقیني ډول له نورو سبزیانو په لومړۍ درجې کښې راځي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 19, 2020 14:53 Asia/Kabul
  • ساړه موسم کې د مولۍ خوړل مه هیروئ

زمونږ خبریال وايي د ساړه موسم خاص سبزۍ مولۍ شاید د تاسو د خوښې وړ د سبزیانو په فهرست کښې نه وي خو چې کله د غذائیت او د صحت په هکله د ګټو خبره کیږي نو مولۍ په یقیني ډول له نورو سبزیانو په لومړۍ درجې کښې راځي .

مولۍ په اصل کښې د انسان د ځیګر او د خیټې په پاکولو کښې مرسته کوي .

د زیړي لپاره تورې  مولۍ او د هغې پاڼې تر ډیرې مودې پورې استعمالیدلی .

مولۍ دغه راز د انسان په بدن کښې د وینې په پاکولو کښې هم مرسته کوي .

مولۍ اومه یعني هم خوړل کیږي او په مختلفو ډوډیو کښې په پخ کړي بڼه هم شاملیدلی شي .

مولۍ چې له غذائیت څخه ډکه سبزي  ده ډیرې عجیبه ګټې لري او اوس تاسو ته د مولۍ په هکله څو داسې ګټې بیانوو چې په خبریدا سره به یې حیرانه شئ .

د مولۍ مهمې ګټې په دې ډول دي :-

()

مولۍ د انسان د بدن د وینې دباو کنټرولوي :-

مولۍ د انسان بدن ته پوټاشیم برابروي کوم چې په بدن کښې د وینې د دباو په کمولو او کنټرولو کښې مرسته کوي .

په دې سربیره ځینې تحقیقات وايي چې مولۍ د انسان په بدن کښې په وینې باندې سوړ اغیز کوي .

()

مولۍ له ټوخي او نزلې سره مبارزه کوي :-

که څه هم د ساړه په موسم کښې د نزلې او د زکام هیڅ درملنه نشته خو مولۍ هغه یوازنۍ سبزي ده چې له نزلې او زکام سره د مبارزې په چاره کښې مرسته کولای شي .

په مولۍ کښې اینټي کونجسټیو ځانګړتیاوې شته کوم چې د انسان په مري او د سا اخیستلو په نالۍ کښې د بلغم په پاکولو کښې مرسته کوي .

()

مولۍ د انسان د بدن د مدافعت قوت زیاتوي :-

مولۍ چې ویټامین ای ، ویټامین سي ، ویټامین اي او ویټامین شپږ ، پوټاشیم او نورو معدنیات لري د انسان د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي .

په مولۍ کښې اینټي اکسیډانټ او انتهوکیانین په ډیر مقدار کښې شته چې معنا یې داده مولۍ د انسان د زړه لپاره هم ګټه لري .

()

 مولۍ د انسان د پوستکي لپاره ګټه لري :-

په مولۍ کښې موجودو په ټولو ویټامینونو سربیره مولۍ فاسفورس او زنګ هم لري او کله چې دغه دوه (۲) شیان له یوبل سره ملاویږي نو د انسان له بدن څخه دانې ، ځوانکې او وچوالۍ ختموي .

()

مولۍ د انسان د بدن لپاره اوبه برابروي :-

مولۍ زیاتې اوبه لري او ځکه خو هغه د انسان بدن په طبیعي ډول هائیډریټ ساتي .