د کورونا ویروس نوی ډول بیخي خطرناک دی
زمونږ خبریال وايي په انګلستان کښې د کورونا ویروس د نوي ډول له موندل کیدا وروسته دغه خبره ایشوا شوي ده چې د کورونا دغه ویروس او ډول اویا(۷۰) فیصده په ګړندۍ سره خپریږي .
د کورونا ویروس په دغه نوي ډول کښې درویشت(۲۳) بیلابیل جینټیکي بدلونونه راغلي دي چې ډیر پکښې د ویروس له هغو برخو سره تړاو لري چې د انسان له حجرو سره د هغه په وصلولو کښې مرسته کوي .
بریتانیا د دسمبر په نولسمه (۱۹) نیټه د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیوایچ او ته وویل چې په دغه هیواد کښې د کورونا ویروس نوی ډول اویا (۷۰) فیصده زیات په ګړندي توب سره خپریږي .
راپورونه وایي چې په انګلستان کښې د کورونا ویروس دغه نوی ډول کابو درې (۳) میاشتې مخکې موندل شوی و خو د لندن حکومت او چارواکو هغه پټ ساتلی و چې خلک ترې خبر نشي خو اوس چې دغه ویروس زیات شوی دی نو دغه خبر یې اعلان کړی دی .
ویل کيږي چې په لندن کښې همدااوس د کورونا ویروس شپیته (۶۰) فیصده ناروغان د نوي ډول کورونا ویروس دي او دغه ویروس په ډیرې تیزۍ سره د خپریدا په حال کښې دی .
د کورونا ویروس دغه نوی ډول کابو دریو (۳) نورو هیوادونو ته هم خپور شوی دی .
په هالینډ ، ډانمارک او اسټرالیا کښې د کورونا ویروس نوی ډول موندل شوی او اوس ډیرو هیوادونو انګلستان ته د الوتکو الوتونه بند کړي دي .