د ورځې ویده کیدل(قیلوله) ولې ضروري دي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i95060
زمونږخبریال وايي طبي کارپيژاندي او ډاکټران وايي د انسان په بدن کښې د وینې د دباو (blood pressure) د کمولو لپاره د ورځې ویده کیدل( قیلوله کول ) ډير ضروري دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 28, 2020 12:30 Asia/Kabul
  • د ورځې ویده کیدل(قیلوله) ولې ضروري دي ؟

زمونږخبریال وايي طبي کارپيژاندي او ډاکټران وايي د انسان په بدن کښې د وینې د دباو (blood pressure) د کمولو لپاره د ورځې ویده کیدل( قیلوله کول ) ډير ضروري دي .

د ورځې لږ شان ویده کیدل د انسان په بدن کښې د وینې دباو عادي کوي او د زړه د دریدا یعني هارټ اټیک (heart attack) خطر کموي .

په یوه(۱) تحقیق کښې ویل شوي دي هره ورځ یو(۱) ساعت یا دوه (۲) ساعته قیلوله کول له درملو څخه زیات د انسان په بدن کښې د وینې په دباو کښې په  کموالي راوستلو کښې مرسته کوي .

د یونان هیواد طبي کارپيژاندو او ډاکټرانو په یوه(۱) تحقیق کښې معلومه کړي ده چې د ورځې پرمهال لږ شان ویده کیدل د وینې دباو کموي چې له کبله یې د وینې د دباو لپاره د درملو ضرورت نه پاتې کیږي .

طبي کارپیژاندو وویل د ورځې پر مهال قیلوله کول د وینې دباو څلور(۴) فیصده کموي .

د یونان طبي کارپيژاندو وویل که څه هم د انسان په بدن کښې د وینې د  دباو څلور (۴) فیصده کموالی کوم زیات شی نه ښکاري خو د وینې په دباو کښې لږ شان کموالی د زړه د دریدا او د فالج په شان د وژونکو ناروغیو خطر لس (۱۰) فیصده کموي .

په نوموړي تحقیق کښې معلومه شوي ده د هغو کسانو  چې ورځې ویده کیږي یعني قیلوله کوي د وینې د زیات دباو په وجه د وینې رګونو او زړه ته کم تاوانونه رسیږي .

په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي چې له قیلوله سره سره د شپې په وخت مناسب خوب او ویده کیدل هم له طبي پلوه د انسان د بدن لپاره ډیره ګټه لري .