د جاپان ټویوټا شرکت نوی ګاډی جوړ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i95139-د_جاپان_ټویوټا_شرکت_نوی_ګاډی_جوړ_کړی
زمونږ خبریال وايي د جاپان د ګاډو د جوړولو مشهور شرکت ټویوټا یو(toyota) بیخي نوی او په زړه پورې ګاډی معرفي کړي دی چې د ټولو خلکو خوښ شوی هم دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 01, 2021 05:39 Asia/Kabul
  • د جاپان ټویوټا شرکت نوی ګاډی جوړ کړی

زمونږ خبریال وايي د جاپان د ګاډو د جوړولو مشهور شرکت ټویوټا یو(toyota) بیخي نوی او په زړه پورې ګاډی معرفي کړي دی چې د ټولو خلکو خوښ شوی هم دی .

د جاپان د ټویوټا شرکت دغه کوچنی ګاډی چې پلس پوډ نومیږي له کوچني توب سره سره ډیرې ځانګړتیاوې لري ځکه چې هغه د پیټرول یا ګازو پرځاې په بریښنا یعني  بجلۍ سره چلیږي .

د ټویوټا شرکت جوړ په دغه ګاډي کښې دوه(۲) کسان سفر کولای شي .

د جاپان ټویوټا شرکت ویلي دي د دومره کوچني ګاډي د بریښنا په اسانتیاو د سمبالولو هدف د پیټرولو په بچت کولو سره د چاپیریال د پاک ساتلو لپاره یو(۱) اساسي کوشش دی .

د ویلو ده چې د دنیا د ګاډو د جوړولو ستر شرکتونه اوس د هوا له ککړتیاو څخه دځانونو د ژغورلو لپاره خپل صنعت د بریښنايي ګاډو جوړولو ته انتقالوي .

په زړه پورې خبره دا ده چې د جاپان د ګاډو د جوړولو د ټویوټا شرکت دغه نوی ګاډی د بریښنا د تولیدونکي جنریټر په توګه هم کارول کیدلی شي او په دغه ګاډي کښې یوه(۱) کور ته د لسو (۱۰) ساعتونو لپاره د بریښنا د ورکولو صلاحیت شته .

دغه ګاډی به په دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال کښې د خلکو د استعمال لپاره وړاندې شي .