د هندوستان د ماشوم وینه سپینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i96070-د_هندوستان_د_ماشوم_وینه_سپینه_ده
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې د درې (۳) میاشتنې ماشوم د سپینې وینې په لیدو سره ډاکټران حیرانه شول .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 04, 2021 12:07 Asia/Kabul
  • د هندوستان د ماشوم وینه سپینه ده

زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې د درې (۳) میاشتنې ماشوم د سپینې وینې په لیدو سره ډاکټران حیرانه شول .

دغه درې(۳) میاشتنی ماشوم د نمونیا(pneumenia) ناروغۍ په وجه روغتون ته وړل شوی و .

د هندوستان په جیپور ښار  کښې په لون روغتون کښې د درملنۍ لپاره راوړل شوی ماشوم د ډاکټرانو ترمینځ د بحث موضوع جوړه شوي ده ځکه چې د نوموړې ماشوم وینه د سرې (red)پرځاې سپینه(white) ده .

د صحت مند انسان په جسم کښې ار بي سي (rbc)او ډبلیو سي(wc) دواړه وي خو د هندوستان د دغه ماشوم له دغه ناروغۍ وروسته دغه یوه(۱) تحقیقاتي مسله جوړه شوي ده چې بالاخره د انسان د وینې رنګ څرنګه سپین کیدلای شي او دغه ماشوم تراوسه پورې څرنګه ژوندی دی .