پړانګ د سپي د نیولو لپاره حمام ته ورغی
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i96164-پړانګ_د_سپي_د_نیولو_لپاره_حمام_ته_ورغی
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په کرناټک صوبې کښې په « بیلی نیلی » کلي کښې پړانګ په یوه(۱) سپي حمله وکړه او سپی د خپل ځان د بچولو لپاره یوه(۱) کور ته ننوت او په حمام کښې پټ شو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 06, 2021 14:59 Asia/Kabul
  • پړانګ د سپي د نیولو لپاره حمام ته ورغی

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په کرناټک صوبې کښې په « بیلی نیلی » کلي کښې پړانګ په یوه(۱) سپي حمله وکړه او سپی د خپل ځان د بچولو لپاره یوه(۱) کور ته ننوت او په حمام کښې پټ شو .

پړانګ سپی تعقیب کړ او حمام ته ورننوت او دغه راز په کور کښې موجودو خلکو د حمام دروازه بنده کړه .

د دروازې له بندیدا وروسته پړانګ ویرید او په یوه(۱) کونج کښې کیناست او دغه راز سپی او پړانګ دواړه په حمام کښې ناست وو .

د هندوستان د ځنګلونو د ادارې یوه(۱) افسر« کسوان »د کور په حمام کښې د بند کړې شوي سپي او د پړانګ عکس په اینټرنیټ باندې خپور کړی کوم چې په بیلابیلو کونجونو ویریدلي ناست دي .

د هندوستان د ځنګلونو محکمې کارکونکو وروسته پړانګ له حمام څخه وویست او په ځنګل کښې یې پریښود .